یوناما د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کېدو هرکلی کړی

افغان‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د طالبانو له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دوی په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره د رسنیو د خوندیتوب د ملاتړ او د خپل سره نیونو د پای ته رسېدو په تړاو په فعال ډول خبرې کوي.

افغان‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي پرون چهارشنبې د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شو.

د بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفایا ازادي راډیو ته د نوموړي د خوشې کېدو خبر تایید کړی.

د بې‌ پولې خبریالانو ټولنې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې بهبودي له ۲۸۴ ورځو وروسته را خوشې شوی.

د طالبانو د حکومت چارواکو د نوموړي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

بهبودي د تېر ۱۴۰۱ کال د جدي پر ۱۵مه په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.