د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د طالبانو له زندانه د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی وکړ.
هغه بېګا ناوخته پر خپلې ټولنیزې شبکې ایکسپاڼه لیکلي چې دی د دغه په ځنډ خبر چې بلاخره مرتضی بهبودي خوشې شو، ډېر هرکلی کوي او هیله من دی چې نوموړی او کورنۍ به یې یوځای آرامه شېبې ولري.
افغانالاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي پرون چهارشنبې د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شو.
د بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفایا ازادي راډیو ته د نوموړي د خوشې کېدو خبر تایید کړی.
د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې بهبودي له ۲۸۴ ورځو وروسته را خوشې شوی.
د طالبانو د حکومت چارواکو د نوموړي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
بهبودي د تېر ۱۴۰۱ کال د جدي پر ۱۵مه په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.