شي جین پینګ: له روسیې سره د چین همکاري او سوداګري تاریخي کچې ته لوړه شوې

د عکس ښي لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، له روسیې سره یې د هېواد ستراتیژیکه همکاري او دوه اړخیزه سوداګري یوې تاریخي کچې ته لوړه شوې ده.

نوموړي پرون چهارشنبه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د لیدو پر مهال وویل چې دغه همکاري نوره هم پراخه کېدای شي.

د چین سینهوا خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغو هېوادونو ترمنځ سیاسي باور ډېر ژور شوی او لا هم د پرمختګ په حال کې دی.

پوتین د یوې لارې یوه کمربند په غونډه کې د ګډون په هدف چین ته تللی دی.

دغې غونډه کې د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي ګډون لري.