د امریکا ولسمشر جوبایډن نن منځني ختیځ ته خپل سفر پیلوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن منځني ختیځ ته د سفر پیلولو پر مهال لیدل کېږي چې الوتکې ته پورته کېږي.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن منځني ختیځ ته خپل سفر پیلوي، د غزې په یوه روغتون کې پرونۍ چاودنې چې په کې د سلګونو فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، په منځني ختیځ کې کړکېچ لا زیات کړی.

اسراییل ویلي، په الاهلي العربي روغتون کې چاودنه د فلسطینیانو د اسلامي جهاد ډلې له‌خوا د یوه فیر شوي ناکامه توغندي په نتیجه کې رامنځته شوې او پړه یې نه ده منلې، خو فلسطیني چارواکو ویلي چې د اسراییل په هوایي برید کې دغه روغتون په نښه شوی او د فلسطیني ادارې د روغتیا وزارت هم اسراییل پر ډله‌ییزه وژنه تورن کړی دی.

د اسراییل پوځ د تخلیې په یوه نوې سپارښتنه کې ویلي چې د غزې د ساحل په ۲۸ کیلومترۍ لاندنۍ برخه المواصي کې د مرستو لپاره یو بشري زون رامنځته شوی دی.

د غزې په روغتون کې له پرونۍ چاودنې وروسته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس له ولسمشر بایډن سره خپله پلان شوې کتنه لغوه کړه او د اردن پاچا عبدالله هم هغه سرمشریزه لغوه کړه چې په پام کې وه دی، بایډن، د مصر ولسمشر او د فلسطیني ادارې مشر په کې ګډون وکړي.