نن د چین په کوربه توب د لارې کمربند نوښت درېیمه لویه غونډه جوړېږي

د لارې کمربند نوښت د درېیمې غونډې مخکې د ګډون کوونکو یو ډله ییز انځور

نن د چین په کوربه توب د لارې،کمربند نوښت درېیمه لویه غونډه جوړېږي.

د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په ګډون د سیمې د لرو او نږدې هېوادونو د شاوخوا شلو دولتونو مشران او لوړپوړي چارواکي دې غونډې ته ورځي.

لارې کمربند نوښت چې د چین د ولسمشر شي جین پنګ له‌خوا پيل شوی په تېرو لسو کلونو کې یې په سیمه کې لویې بنسټيزې پروژې ترسره کړي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم په دې غونډه کې ګډون لري.

د طالبانو حکومت وايي په دې بحث کوي چې له چین سره د واخان له لارې مستقیمه لار پیدا کړي.

اقتصادي متخصصین له دې ډلې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، که افغانستان له چین سره د واخان له لارې وصل شي له چین سره به د افغانستان سوداګري درېيو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي او په دې سره به چټکه اقتصادي پرمختیا او رفاه رامنځته شي.