د امریکا ولسمشر اسراییل او اردن ته ځي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن په داسې حال کې اسراییل او اردن ته ځي چې غزې ته د بشري مرستو مخه تر ډېره نیول شوې ده.

په داسې حال کې چې بایډن د سه شنبې په ورځ اکټوبر۱۷مه سیمې ته د تګ لپاره تیاری نیوه، امریکا د غزې په تړانګه کې د میلیونونو ایسارو ملکي وګړو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې هڅې کوي.

دا خلک د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې په محاصره کې دي.

د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې د اسراییل الوتکو پرون سهار د غزې په تړانګې حملې کولې او د محاصره شوې سیمې په جنوب کې په لسګونو کسان وژل شوي.

اسراییلو په غزه کې ملکي وګړو ته ویلي چې د ځمکني برید نه مخکې ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.