اوکراین د یو شمېر روسي پوځي تجهیزاتو د له منځه وړلو ادعا وکړه

د اوکراین د پوځي وسایلو یوه برخه

اوکراین وایي، د زاپوریژیا د سیمې په جنوبي برخه کې د بیردیانسک پرهوایي اډې او د لوهانسک په ختیځو هغو سیمو کې چې په اوس وخت کې روسیې لاندې کړي، په ننیو توغندویي بریدونو کې یې د روسي ځواکونو نهه پوځي هلیکپټرې، د وسلو او مهماتو یوه ډیپو او د هوایي مدافعې یو سیسټم له منځه وړي دي.

د اوکراین د ځانګړیو ځواکونو قومندانۍ په ټیلګرام چینل کې د دې خبرترڅنګ دغه راز ویلي چې د دغو بریدونو په نتیجه کې چې سهاروختي وشول، په لسګونو روسي پوځیانو ته تلفات اوښتي او هم د بیردیانسک په نښه شوې ډیپوکې یې چاودنې رامنځ ته کړي.

روسیې سمدستي په دې اړه رسميً څرګندونې ندي کړي او داهم ګرانه ده چې د اوکراین دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید شي.

واشنګټن په رسمي توګه نده تایید کړې چې کییف ته یې اوږده واټن ویشتونکي توغندي چې کییف یې پرله پسې غوښتنه کړې، ورکړي خو اسوشیتید پرس آژانس د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې نوم یې ندی په ډاګه شوی ویلي چې دا ډول توغندي اوکراین ته ورکړل شوي او عملاً ورڅخه د روسیې په وړاندې جګړه کې کاراخیستل شوی دی.