خیریه ټولنې: د بشري مرستو کاروانونه له غزې سره د سرحدي سیمې رفح پر لور خوځېدلي

د خیریه ټولنو د چارواکو په وینا، سلګونه نورې لارۍ هم د مصر له عریش ښار څخه د ساحلي سړک په وسیله تر رفح پورې د ۴۰ کیلومتر مزل په مقصد وخوځېدل.

خیریه ټولنې وايي، د بشري مرستو کاروانونه چې له څو ورځو راهیسې په مصر کې درېدلي وو، نن له غزې سره د سرحدي سیمې رفح پر لور وخوځېدل.

رفح د غزې یوازېنی سرحد دی چې اسراییل یې نه اداره کوي.

د غزې تړانګه د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو د حماس د افراطي ډلې له خونړي برید وروسته کلابنده شوې او له څو ورځو راهیسې د اسراییل تر پرله پسې بمباریو لاندې ده.

مصر د رفح سرحد د مرستو او د هغو بهرنیانو پرمخ بند کړی و چې له سیمې د وتلو هڅه یې کوله.

د خیریه ټولنو د چارواکو په وینا، سلګونه نورې لارۍ هم د مصر له عریش ښار څخه د ساحلي سړک په وسیله تر رفح پورې د ۴۰ کیلومتر مزل په مقصد وخوځېدل.

بل‌خوا ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن سبا اسراییلو ته سفر وکړي.

امریکايي چارواکي وايي، متحدایالات هڅه کوي د غزې میلیونونه ملکي وګړو ته د مرستو د رسولو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي.