د روسیې ولسمشر نن چین ته سفر کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن چین ته سفر وکړي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې پوتین دغه سفر د اړیکو د پیاوړتیا په هدف ترسره کوي او له خپل ملګري 'شي جین پینګ' سره ګوري.

چین دا اوونۍ د 'یو کمربند یوه لار' نوښت په اړه د یوې غونډې کوربه دی چې د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي ګډون په کې کوي.

پوتین د دغو مېلمنو د لېست په سر کې دی.

پېکېنګ هیله لري چې دغه ګام به نړیوال ډګر کې د دوی دریځ پیاوړی کړي.

وروسته تر دې چې پر اوکراین د جګړې له کبله د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین منزوي شو، دا لومړی ځل دی چې نوموړی یوه ستر قدرت لرونکي هېواد ته سفر کوي.