اوچا: افغان زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

په هرات کې د وروستیو مرګونو زلزلو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په لوېدیځ کې له ۱۱۴زرو زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

دا خبره د یاد سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې راغلې ده.

د اوچا اداره وايي، د زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره یې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر د ۲۰۲۴کال تر مارچ پورې یو پلان ترتیب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې د هرات زلزله ځپلي بېړنیو موقتي سرپناوو، خوړو، نغدي مرستو،پاکو اوبو او حفظ الصحې ته اړتیا لري.

اوچا وايي، د ژمي په راتلو سره د زلزله له امله اغېزمن خلک ګرمو جامو،کمپلو او د تودوخې وسایلو ته اړتیا لري.