جینټ ییلن: د اوکراین ملاتړ د امریکا او اروپا لپاره یو لومړیتوب دی

د امریکا د خزانې وزیرې جینټ ییلن

د امریکا د خزانې وزیرې جینټ ییلن د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین ملاتړ د امریکا او اروپا لپاره یو لومړیتوب دی.

هغې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د مبارزې ملاتړ مهم وباله.

د امریکا د خزانې وزیرې زیاته کړه چې د ولسمشر بایډن اداره هڅه کوي کانګرس د اوکراین جنګ ځپلي هېواد ته زیاتې او بې له ځنډ مرستې تصویب کړي.

جینټ ییلن د یورو زون د مالیې وزیرانو سره تر لیدنې مخکې وویل: "موږ اجازه نه ورکوو په داسې حال کې چې اوکراین د جګړې په ډګر کې د بریالیتوب وړتیا ښودلې ده د اقتصادي دلایلو له مخې جګړه له لاسه ورکړي."

د یورو زون د مالیې وزیرانو سره د آغلې ییلن لیدنه په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن د اوکراین او اسراییلو لپاره د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو د یوې بستې د چمتو کولو په لټه کې دی.