نن د اکتوبر شپاړسمه پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ سوه ورځې پوره شوې.
د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر ویلي روسي پوځیانو نن هم پر اوکراین ۸۷ هوایي او لس توغندیز بریدونه کړي دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي چې ننني بریدونه د سر او مال زیانونه هم لري، خو کره ارقام یې نه دي وړاندې کړي.
په همدې حال کې د اوکراین په جنوب او ختیځ کې اوکرایني پوځیان د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکوي.
اوکرایني چارواکو ویلي چې پوځیانو یې د روسیې ګڼ شمېر بریدونه شنډ کړي هم دي.
پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ سوه ورځې داسې مهال پوره شوې چې لا هم د دغې جګړې د پای ته رسېدو ، چې د لویدیځ او مسکو اړیکې یې کړکېچنې کړي، کوم ښکاره څرک نه ښکاري.