د روغتیا نړیوال سازمان عمومي منشي: هرات د خېمو په ښار بدل شوی

په هرات کې د زلزله ځپلو یو شمېر خېمې

د روغتیا د نړیوال سازمان، ډبلیو ایچ او عمومي منشي تدروس ادهانم ګیبریسیوس وایي، د افغانستان هرات ښار د خېمو پرښار بدل شوی.

نوموړی زیاتوي، کورنۍ په خلاصه فضا، پارکونو اوکوچنیو خېمو کې شپې سبا کوي، ځکه د نورو زلزلو او له زلزلو وروسته ټکانونو له وېرې نشي کولای کورونو ته ننوځي.

هغه نن په خپله ټولنیزه شبکه ایکس پاڼه کې ویلي چې د ډبلیو ایچ او د افغانستان څانګې ټیمونه د شریکانو ملاتړکوي چې په یوشمېر ځایونو کې د روغتیایي خدمتونو خېمې دروي ترڅو خلک وکولای شي روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یوه بل پوسټ کې ویلي وو چې د هرات ولایت د یکشنبې د ورځې په زلزله کې له ۱۲۰ زیات ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د هرات سیمه ییزو چارواکو بیا په دغه زلزله کې د یوه تن د مړینې او ۳۵ نورو د ټپي کیدو خبره کړې وه..

د امریکا د جیالوجیکي سروې د ادارې د معلوماتو له مخې، په هرات کې پرون دوې زلزلې وشوې چې د لومړۍ شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې و.

د دې زلزلې ټکانونه په فراه ولایت کې هم احساس شوي دي.

په هرات ولایت کې د تېرې اوونۍ د شنبې له ورځې راهیسې پر له پسې زلزلې کېږي.