په تخار کې د کورني تاوتریخوالي له کبله ۴ کسان وژل شوي

د تالقان ښار یوه څنډه

په تخار کې د کورني تاوتریخوالي په پایله کې څلور تنه وژل شوي دي.

په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي نن ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه د مرکز تالقان په خس کپه سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره، د کورنۍ څلور غړي د هغوی د زوم له‌خوا په یوه شخړه کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

ساپی وایي چې د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او په دې اړه د دوی پولیسو پلټنې پيل کړي دي.

تراوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه او دا څرک هم نه لګېږي چې د شخړې پر مهال ډزې شوې او که مرګ ژوبله د نورو جریحه وسیلو په وسیله رامنځته شوې ده.