د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او استازي د یوه کمربند یوې لارې په کنفرانس کې د ګډون په هدف د چین پلازمېنې پېکېنګ ته رسېدلي دي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس دغه مشران د منځنۍ ختیځ، اروپا، افریقا او اسیایي هېوادونو یاد کړي دي.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي هم په دغه کنفرانس چې سبا ترسره کېږي، ګډون کوي.
بلومبرګ مجلې راپور ورکړی چې طالبانو له چین او پاکستان سره هوکړه کړې چې د 'یوه کمربند او یوې لارې پروژه' له افغانستان سره ونښلول شي.
کارپوهان په دې نظر دي چې له افغانستان سره د دغې پروژې له نښلولو سره به دغه هېواد ته د زیربنایي پروژو لپاره مرسته، چې اوسمهال له بندیزونو متاثره ده، جذب شي.
د یوه کمربند، یوې لارې نوښت د چین له خوا شوی او سږ کال د دغه نوښت لس کاله پوره شول.