وېسټ: د افغانستان شیعه مذهبه ټولنې له تاوتریخجن افراطیته ډېر رنځ ګاللی

د پلخمري په امام زمان جومات کې د تېرې جمعې په ورځ ځانمرګي برید لږ تر لږه ۷ شیعه لمونځ کوونکي ووژل او پنځلس نور یې ټپیان کړل.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د افغانستان د شیعه مذهبه ټولنې له تاوتریخجن افراطیت څخه ډېر رنځ ګاللی دی.

وېسټ نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه د پلخمري د وروستي برید په تړاو دغه څرګندونې کړي او ویلې یې دي، برید خواشینی کړی دی.

د پلخمري په امام زمان جومات کې د تېرې جمعې په ورځ ځانمرګي برید لږ تر لږه ۷ شیعه لمونځ کوونکي ووژل او پنځلس نور یې ټپیان کړل.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.