په پولنډ کې نوی حکومت جوړېږي

د پولنډ پرونیو ټاکنو له مخې حاکم ولسپال ګوند ونه شوای کولای چې د پارلمان اکثره څوکۍ ترلاسه کړي.

د پولنډ اوسېدونکي نن دوشنبه د یوه نوي حکومت د جوړېدو په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد کې د پرونیو ټاکنو له مخې حاکم ولسپال ګوند ونه شوای کولای چې د پارلمان اکثره څوکۍ ترلاسه کړي.

دغه ټاکنې مخالفو ګوندونو ته لاره پرانېزي چې د یوه لوی بدلون له مخې نوی حکومت رامنځته کړي.

د پولنډ حاکم حکومت له ۲۰۱۵ کال راهیسې له اروپایي ټولنې سره د یو شمېر قوانینو او تګلارو پر سر نانندرۍ درلودې، خو اپوزیسیون ګوندونو ژمنه کړې چې له اروپایي ټولنې سره به اړیکې رغوي او هغه تګلارې به له منځه وړي چې ډیموکراتیک اصول کمزوري کوي.