یونان کې د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د عملیاتو پر مهال ۳ مړي موندل شوي

په وروستیو کلونو کې د سوریې، افغانستان او پاکستان زرګونه کډوال له ترکیې د اوبو او وچې له لارې یونان ته تللي دي.

د یونان ساحلي ګارډ وايي چې د خپل هېواد په ختیځ کې یې 'سیمي' ټاپو ته نږدې د یوې کوچنۍ بېړۍ له ډوبېدو وروسته د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې د ۳ تنو مړي موندلي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس ته څو سرچینو ویلي چې لږترلږه دوه تنه لا هم بې درکه دي.

په وروستیو کلونو کې د سوریې، افغانستان او پاکستان زرګونه کډوال له ترکیې د اوبو او وچې له لارې یونان ته تللي دي.

یونان د خپلې خاورې او ترکیې ترمنځ په ایجې سمندرګي کې د اروپا د پوله ساتې ادارې په مرسته ګزمې زیاتې کړي دي.