چارواکي: په دوو اونیو کې ۵زره افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د چمن -سپین بولدک بندر یوه څنډه

د چمن-سپین بولدک له لارې په تېرو پنځلس ورځو کې ۵ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دا خبره د افغانستان د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د بلوچستان ایالت د چمن ښار چارواکو وکړه.

پاکستاني رسنیو له چمن څخه په ورکړي راپور کې ویلي چې پرون یکشنبې هم له دې لارې د افغانانو د بېرته ستنېدا بهیر دوام وکړ.

پاکستان په خپله خاوره کې بې اسنادو یا هغو افغان کډوالو ته چې ثبت نه دي، د روان اکټوبر تر پایه مهلت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي ګنې وبه نیول شي او په زوره به افغانستان ته واستول شي.