د انګلستان پر وړاندې د افغانستان بریا؛ ګڼو مهمو شخصیتونو افغان لوبډله ستایلې

د تېرې شپې د لویو یو انځور. افغان لوبغاړي د انګلستان د یوه لوبغاړي تر سوڅېدو وروسته فضل حق فاروقي ستایي.

د نړۍ د اتلې لوبډلې انګلستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم بریا په کور دننه او بهر د ګڼو شخصیتونو له خوا ستایل شوې.

د کرکټ پخواني پېژندل شوي هندي لوبغاړي سچن تنډولکر په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې افغان لوبغاړو په دواړو توپوهنې او توپ اچونې کې بې سارې لوبه وکړه.

هغه په تېره د رحمن الله ګربز پاڼۍ ډېره ستایلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین افغان لوبغاړي ستایلي چې خپل انعامونه او فیسونه یې د هرات زلزله ځپلو ته بخښلي دي.

هغه ویلي چې افغان کرکټران نه یواځې کرکټ بلکې د ژوند په نورو برخو کې هم خدمت کوي.

د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم د کرکټ د دې بریا مبارکي ویلې.

پخواني ولسمشر حامدکرزي هم د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دې چې هیله من دی نورو لوبو کې هم ښه مخکې لاړ شي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د انګلستان ټیم ته د ۲۸۵ منډو هدف ورکړ.

سیال یې یواځې ۲۱۵ منډې وکړای شوې او لوبه د ۶۹ منډو په توپیر افغان ټیم وګټله.