ملګري ملتونه: په غزه کې یو بې‌ساری بشري ناورین په پېښېدو دی

د اسراییلو برید کې د غزې یوه څنډه کې اوښتي زیانونه

د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو څانګه خبرداری ورکوي چې په غزه کې یو بې ساری بشري ناورین په پېښېدو دی.

د دې ادارې مشر فیلیپ لازریني اسوشېټېډپرېس اژانس ته ویلي چې په غزه کې اوبه، خواړه او سونګ توکي په پای ته رسېدو دي.

فلیپ وایي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره نور د خلکو د لاسنیوي توان نه لري او امکانات یې پای ته رسېدلي.

د اسراییلو پوځ د غزې د شمال یو میلیون اوسېدونکو ته امر کړی چې له خپلو سیمو کډه وکړي.

د اسراییلو پوځ په سیمه کې د حماس د وسله‌والو پر ضد ځمکني عملیات کوي.

دا وروسته له هغه چې تېره جمعه د حماس وسله‌والو پر اسراییلو توغندیز بریدونه وکړل او په غبرګون یې اسراییلو د غزې په تړانګه بمبارۍ پيل کړې.