نړیوال جام؛ افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکړه

افغان لوبغاړي د خوشالۍ پر مهال

د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان انګلستان ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان د ۲۸۵ منډو هدف ټاکلی و او انګلنډ یوازې ۲۱۵ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې مجیب الرحمن ۳، راشدخان ۳، محمدنبي دوه او فاروقي او نوین الحق یوه یوه وېکټه واخیسته.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان لومړی بری دی.

افغان لوبډلې وکړای شول چې په لومړي ځل انګلنډ ته ماتې ورکړي.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمن الله ګربز۸۰ او اکرام علیخیل ۵۸ منډې کړې وې.

د لوبې غوره لوبغاړی مجیب الرحمن وټاکل شو.

افغان لوبډله به خپله څلورمه سیالي د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلینډ پر وړاندې ترسره کړي.