د اوکراین د ختیځ او جنوب سیمه ایز چارواکي وايي روسي ځواکونو پرون یوځل بیا په دې سیمو کې پر ملکي اهدافو بمباري وکړه.
د چارواکو په وینا، په دې حملو کې یوتن وژل شوی او له شلو زیات نور ټپیان شوي دي.
د خرسون والي اولیکساندر پروکودین پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي چې د روسیې له حملو وروسته د یوې ۶۰ کلنې ښځې مړی د ویجاړې ودانۍ له کنډوالو لاندې ترلاسه شو.
د اوکراین د ختیځې دونېڅک سیمې د پوځي قوماندانۍ د سرپرست ایهور موروز په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د استوګنې پر ښارګوټو د روسي ځواکونو په بمباریو کې ۲۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
پر اوکراین د روسیې بې دلیله یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پیل شو تراوسه روان دی او په دې ترڅ کې د دونېڅک سیمې په بخموت او اوو- دیوکا ښارونو کې د جګړو او نښتو د پراخېدو خبر ورکړل شوی دی.