بدخشان او غزني کې ترافیکي پېښې؛ ۳ تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

په بدخشان کې په یوه ترافیکي پېښه کې یوتن مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس حکمت الله محمدي بیګا آزادۍ راډیو ته وویل چې پېښه د یاوان ولسوالۍ په سرصفحه سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو پیکپ ډوله موټر له سړکه واوښت.

له بلې خوا په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکی په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او د ۴۵ تنه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د سړکونو د خرابۍ او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله د افغانستان له بېلابیلو سیمو څخه وخت ناوخت د دې ډول پېښو راپورونه ورکول کېږي.