د طالبانو یو پلاوی روانه اونۍ چین ته ځي  

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر، نور الدین عزیزي

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند اخندزاد عبدالسلام جاوید نن رویټرز اژانس ته وویل، چې د سوداګرۍ او صنایع سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي به په چین کې د یو کمربند یوې لارې د پروژې په غونډه کې برخه واخلي.

دا غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په چین کې جوړیږي.

چین او پاکستان د مې په میاشت کې ویلي وو، چې په کابل کې واکمن طالبان به وهڅوي چې د لسګونو میلیارډو ډالرو په ارزښت له دې پروژې سره یوځای شي.

چین د نړۍ د نورو هیوادو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته یې د افغانستان په ځینو کانونو کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.