د افغانستان په ځینو سېندونو کې سبا د اوبو د کچې د لوړیدو اندېښنه شته چې سېلونه به ورسره وبهیږي.
د هوا پېژندنې د یو شمیر نړیوالو ادارو له اټکل سره سم به نن شپه او سبا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بارانونه ووریږي.
د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت په پنجشیر، کونړ، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا، کابل، بدخشان، تخار، بلخ، کندز، سمنګان او سرپل کې د احتمالي سېلونو د بهیدو خبر ورکړی دی.
دې وزارت هغو خلکو ته چې په دې ولایتونو کې د سیندونو او خوړونو څنګ ته ژوند کوي خبرداری ورکړی چې احتیاط وکړي.