د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې نن سهار د اوکراین دوې ډرون الوتکې د تور سمندرګي پر سر د کراسنودار له سواحلو سره نسکورې کړې دي.
تر دې مخکې د تور سمندرګي د سوچي استراحتځي په سیمه کې خلکو د چاودنو خبر ورکړی و او داسې ویډیوګانې یې خپرې کړې وې، چې د سمندرګي پر سر د چاودنو تصویرونه پکې ښکاریدل.
یوشمیر راپورونه وایي، چې دا چاودنې د سوچي المپیک پارک ته نژدې او د ښار په منځ کې اوریدل شوې دي.
اوکراین تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.