د امریکا د سرې میاشتې ټولنه: د هرات زلزله افغانستان ته پېچلې تراژیدي ده

یو شمېر زلزله ځپلي

د امریکا متحده‌ ایالاتو د سرې میاشتې ټولنې په هرات کې د تېرې اوونۍ زلزلې د افغانستان لپاره پېچلي تراژيدي بللې.

دې ادارې پرون ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په داسې وخت کې چې نږدې ۲۹ میلیونه افغانان لا له وړاندې بشري ناورین سره مخ دي او په هرات کې هم شدیدې وچکالۍ، سېلابونو او اقتصادي ستونزو خلک ځپلي، دې زلزلو د سیمې خلکو ته لا نوره ضربه ورکړه.

د متحده‌ایالاتو د سرې میاشتې ټولنه زیاتوي، په هرات کې ویجاړي زیاته ده او د زنده‌جان، غوریان او روباط سنګي ولسوالیو کې ډېر کورونه له خاورو سره خاورې شوي دي.

د امریکا د سرې میاشتې ټولنې په خپله اعلامیه کې له زلزله ځپلو سره د مرستو ډاډ هم ورکړی دی.