متحده ایالاتو روسیې ته د شمالي کوریا د څه باندې ۱۰ زره کانتینره وسلو د سپارلو خبر ورکړ

برخی راکت های ساخت کوریای شمالی

د امریکا متحد ایالتونه وایي، داسې معلومات یې ترلاسه کړې دي چې شمالي کوریا په وروستیو اونیو کې تر زرو ډیر له وسلو ډک کانتینرونه روسانو ته سپارلې دي.

د راپور له مخې، پیونګ یانګ دا وسلې روسانو ته د اوکراین د جګړې لپاره ورکړې دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل، متحد ایالتونه په دې باور دي چې شمالي کوریا دا وسلې د دې لپاره روسیې ته ورکړې دي چې په بدل کې یې له روسانو د خپل اټومي پروګرام لپاره پرمختللې ټکنالوژي ترلاسه کړي.

سپینې ماڼۍ یو ګرافیک خپور کړ. چې پکې ښکارې چې د سپتمبر له اوومې د اکتوبر تر لومړۍ نیټې کانتینرونه په داسې بیړیو کې باریږي چې د روسیې بیرغ پرې رپي او بیا د ریلګاډي له لارې د اکراین د پولي خواته د وسلو په یوه زیرمتون کې ځای پر ځای کیږي.

جان کربي وویل چې د شمالي کوریا دا هڅه غندي او واشنګتن به د دې څارنه کوي، چې نورې وسلې هم روسیې ته ورسپاري که څرنګه.