د اسراییل پوځ پر غزې ځمکني بریدونه پيل کړل

د اسراییل یو شمېر ټانکونه غزې ته د تګ پر مهال

اسراییلي ټانکونه او زغروال ګاډي تېره شپه غزې ته داخل شول.

اسراییل تر دې مخکې د غزې تړانګې استوګنو ته خبرداری ورکړی و، چې د غزې له شمالي برخې ووځي.

حماس ډلې بیا پر خلکو غږ کړی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

وروسته تر دې چې تیره شنبې، حماس وسله والې ډلې پر اسراییل په زرګونو توغندي وویشتل او شاوخوا یو نیم سل اسراییلیان یې برمته کړل، اسراییل پر غزې هوایي بمبارۍ شروع کړه او تیره شپه د لومړي ځل لپاره اسراییلي مځکنۍ ځواکونه غزې تړانګې ته ننوتل.