ملګري ملتونه: افغان زلزله ځپلو سره دې ۱۴ میلیونه ډالره مرسته وشي

د هرات زلزلې ډېرې کورنۍ بې ځایه کړې دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د افغان زلزله ځپلیو لپاره د څوارلس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

دې ادارې پرون په ایکسپاڼه کې ویلي دي، چې دا بیړنۍ مرسته یې د دې لپاره غوښتې ده څو ژر تر ژره د زلزله ځپلیو لاسنیوی وشي.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا، په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څوارلس سوو او د ټپیانو شمېر یوزر اته سوه پنځوس تنو ته رسیدلی دی.

د اوچا په وینا، د زلزلو له امله په هرات کې تر درې زره ډیرو کورونو ته زیان اوښتی چې له دې ډلې دوه نیم زره کورونه یو مخ له خاور سره خاورې شوې دي.