په افغانستان کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وشول

په هغو تصویرونو کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس خپاره کړي یو شمېر خلک په داسې حال کې لیدل کېږي د طالبانو بیرغونه ورسره دي.

په افغانستان کې نن د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وشول.

په پلازمېنه کابل کې نن د عیدګاه جومات مخې ته یو شمېر معترضان راغونډل شول او د اسراییل پر وړاندې یې د فلسطینیانو ننګه وکړه.

په هغو تصویرونو کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس خپاره کړي اعتراض کوونکي په داسې حال کې لیدل کېږي د طالبانو بیرغونه ورسره دي.

د باختر د راپور له مخې مظاهره چیانو له فلسطینیانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د اسراییلو پر وړاندې د فلسطینیانو له مبارزې څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

په عین حال کې په ننګرهار کې هم نن ورته مظاهره وشوه.

لسګونه معترضان د جلال آباد ښار د اکمالاتي بېز په څلورلاره کې راټول شول او د فلسطینیانو په ملاتړ یې خپل غږ اوچت کړ.

په ایران او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو کې هم نن د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسراییلو پر ضد مظاهرې وشوې.