د امریکا د دفاع وزیر هم له اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره تل ابیب ته ورسېد

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین، تصویر له ارشیفه

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین د اسراییلو د صدراعظم په ګډون له جګپوړو اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره نن تل ابیب ته ورسېد.

اوستین دوهم امریکایي چارواکی دی چې په تېرو دوو ورځو کې اسراییلو ته ځي.

پرون د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین هم سیمې ته سفر وکړ.

بل خوا: په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ د ځمکنیو عملیاتو وېره په زیاتېدو ده، اسراییلو نن له غزې څخه د څو لکه ملکي وګړو د ایستلو امر کړی.

دا امر وروسته له هغه ورکول کېږي، چې ملګروملتونو او فلسطینۍ حماس ډلې وویل، اسراییلو د غزې د تړانګې له شمال څخه د ټولو ۱۱ لکه خلکو د وتلو خبرداری ورکړی.

د اسراییلو فرمان چې پر اسراییلو د حماس ډلې د لوی برید په اوومه ورځ صادر شوی، د غزې ټولو اوسېدونکو ته د دې تړانګې د جنوب نرۍ ساحلي سیمې ته د تلو سپارښتنه کوي.

په فرمان کې راغلي،چې د حماس وسله وال په دې ښار کې په جوړو شویو ټونلونو کې پټېږي.