په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ د ځمکنیو عملیاتو وېره په زیاتېدو ده، اسراییلو نن له غزې څخه د څو لکه ملکي وګړو د ایستلو امر وکړ.
اسراییل دا امر وروسته له هغه کوي، چې ملګروملتونو او فلسطینۍ حماس ډلې وویل اسراییلو د غزې د تړانګې له شمال څخه د ټولو یوولس لکه خلکو د وتلو خبرداری ورکړی.
د اسراییلو فرمان، چې پر اسراییلو د حماس ډلې د لوی برید په اوومه ورځ صادر شوی د غزې ټولو اوسېدونکو ته د دې تړانګې د جنوب نرۍ ساحلي سیمې ته د تلو سپارښتنه کوي.
په فرمان کې راغلي چې د حماس وسله وال په دې ښار کې په جوړو شویو ټونلونو کې پټېږي.