یوې زلزلې نن سهار د بغلان جنوبي سیمې ولړزولې.
د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې د دې زلزلې قدرت د ریښتر په کچه ۴،۹ درجې و.
د دې ادارې د راپور له مخې د زلزلې مرکز د بغلان د جنوب په ۸ کیلومترۍ کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې و.
دا په روانه اونۍ په افغانستان کې درېیمه زلزله ده.
د شنبې په ورځ یوې زوروې زلزلې چې شدت یې ۶،۳ درجې و، د هېواد لویدیځې سیمې ولړزولې.
په دې سیمه کې د چارشنبې په ورځ بیا په همدې کچه سخته زلزله وشوه، چې دواړو زلزلو زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل.
تراوسه د نننۍ زلزلې د تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.