د پاکستان د پلازمېنې د پرمختیا ادارې په اسلام اباد کې د یوشمېر افغانانوکورونه وران کړي.
دا کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ له ملي ودانۍ سره نژدې د اسلام اباد په مارګله ټاون کې وو.
د پلازمېنې د پرمختیا ادارې CDA پرون په یو بیان کې وویل، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي دي چې افغانان په ناقانونه توګه پکې اوسېدل.
يوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، د دې عملياتو هدف افغانان نه؛ بلکې د غصب شویو دولتي ځمکو خلاصول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغانانو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر پایه له دې هېواده د وتلو لپاره مهلت ورکړی.
بل خوا د پېښور پوهنتون محصلانو پرون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې پرضد مظاهره وکړه.
دا مظاهره د محصلانو ملي تحریک تنظیم کړې وه او د پېښور پوهنتون، د کرنې پوهنتون او اسلامیه کالج لسګونه محصلانو برخه پکې اخیستې وه.
د مظاهرې ګډونوالو پر حکومت غږ وکړ، چې له افغانانو سره غیرانساني چلند پای ته ورسوي.