امریکا د افغانستان زلزله ځپلیو ته ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلیو سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس ویسټ په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویليؤ چې په دغو بېړنیو مرستو سره به اغېزمنو ته د څښاک پاکې اوبه، د سرپناه بستې (خېمې او وسایل یې) د پخلي وسایل او کمپلې برابرې شي.

ښاغلي ویسټ ویلي د دې زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي ښيي او امریکا له دې شرایطو د افغانانو په راوتلو کې ملګرې ده.

د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ یوې زورورې زلزلې زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

لسګونه زره خلک دمګړۍ بې کوره دي او عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.