چین: د هرات زلزله ځپلو سره مو څه باندې ۴ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د چین او په افغانستان کې د طالبانو د حاکم حکومت بیرغونه

چین وايي چې د افغانستان د هرات ولایت له زلزله ځپلیو سره یې ۳۰ میلیونه ایوان، چې څه باندې ۴ میلیون امریکايي ډالره کېږي، مرسته کړې ده.

دا خبره پرون (پنجشنبې) د چین د نړیوالې پراختیا د همکارۍ ادارې ویندوی (کشو وي۹ وکړه.

ده وویل، چې په دې پیسو به د هرات زلزله ځپلیو ته بیړنۍ بشري مرستې برابرې شي.

د سره صلیب او سره میاشت ټولنو نړیوال فدراسیون پرون په یوه بیان کې د هرات زلزله ځپلو سره له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه، ویې ویل چې ۱۲۰ میلیونه سویسي فرانکه یې غوښتې و چې یوازې په سلو کې ۳۶ یې ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې یونسیف پرون د هرات د زلزله ځپلو لپاره د ۲۰ میلیون ډالرو فوري مرستې غوښتنه وکړه.