ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د سرپناه وسایل په لاره دي

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ څانګه وايي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره سیمې ته په سلګونو خیمې او د سرپناه لپاره موقتي کورونه په لاره دي.

'یو این ایچ سي آر' نن په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې دغه وسایل یې په مزارشریف او کندهار ښارونو کې له ګدامونو بار شوي او د دې ادارې له‌خوا د مرستو د ګړندي شوي بهیر په ترڅ کې به پر هغو کورنیو وویشل شي چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې وروستۍ زلزلې شاوخوا اولس زره کسان زیانمن کړي دي.

اوچا ویلي چې په هرات کې د تېرې شنبې د ورخې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شو او مرکزیې د زنده جان ولسوالۍ وه، ۱۱۲ کلي اغېزمن کړي دي.

ېیښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن ازادي راډيو ته وویل چې لا هم د زلزلې د تلفاتو ارقام وروستي شوي نه دي.

له دې مخکې د دغې زلزلې له امله د مرګ ژوبلې ضد او نقیضې شمېرې خپرې شوې.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او زلزله ځپلو ته د رسېدو د کمېسیون مشر احمدالله متقي پرون ازادي راډيو ته د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۰۰ تنه او د ټپیانو ۲۰۰۰ تنه یاد کړ خو له هغې مخکې د ملګرو ملتونو مرستندویه موسسو د مړو شویو شمېر نږدې دونیم زره تنه یاد کړی و.