د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې یو وار بیا له تعلیمه د افغان نجونو په محرومولو باندې کلکه نیوکه کړې ده.
رینا امیري د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون وه په یو لړ بیانونو کې ویلي چې طالبانو له کورنیو او نړیوالو غوښتنو سربېره نجونې له تعلیم او افغانستان له ښې راتلونکې بې برخې کړی.
هغې د طالبانو تګلاره ظالمانه بللې او ژمنه یې کړې امریکا به د ټولو ممکنه لارو نه د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره لومړی افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه تر دولسم تولګي پورې له زده کړو منع شوې او د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو هم بندیز ولګاوه.
طالبانو دغه راز پر یو شمېر نورو برخو کې هم پر ښځو بندیزونه لګولي چې په کور دننه او بهر له نیوکو سره مخ شوي دي.