پر غزې د اسرایيلو د بمبارۍ دوام؛ د فلسطینیانو تلفات ۱۲۰۰ ته رسېدلي

د غزې یوه څنډه کې د اسراییلو د بمبارۍ له کبله ویجاړې شوې ودانۍ

پر غزې د اسرایيلي ځواکونو بمباري تېره شپه تر نن سهار روانه وه.

د فلسطینیانو روغتیا وزارت وایي چې د فلسطینیانو تلفات یو زر دوه سوه ته رسېدلي دي.

د دې وزارت په وینا تر اوسه شاوخوا پنځه زره شپږ سوه فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.

وروسته تر دې چې د شنبې په ورځ حماس وسله والې ډلې پر اسراییل په زرګونو توغندي وویشتل او یو شمېر اسراییلیان یې برمته کړل، اسراییل پر غزې سخته بمباري شروع کړه.

اسراییل وایي چې د حماس وسله‌والو د برید په ترڅ کې دولس سوه تنه په اسراییل کې وژل شوي چې اکثر یې ملکیان دي.

د ملګرو ملتو په وینا، په غزه کې د اسراییلي الوتکو او توغندیو د بریدونو له امله تر اوسه تر درې لکه اته دېرش زره ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوې دي.