د بشري حقونو څار سازمان بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور

د بشري حقونو د څارسازمان یا 'هیومن رایټس واچ' یوځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، له کله چې طالبان بیا پر دې هېواد واکمن شوي، د بشري حقونو وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.

'هیومن رایټس واچ' دغه څرګندونې پرون د افغانستان په اړه د نړیوالې دوره یي څېړنې په درشل کې په یوه استول شوي لیک کې چې په خپله ویبپاڼه یې خپور کړی، کړي دي.

د بشري حقونو دې ډلې ویلي، وروستی ځل د افغانستان په اړه دغه نړیواله دوره یي څېړنه د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې شوې وه او زیاتوي هغه مهال د افغانستان اسلامي جمهوريت، متحده ایالات او نور متحدین او طالبان په جګړه کې ښکېل و.

دوه نیم کاله وروسته امریکایي ځواکونه له دې هېواده ووتل، پخوانی حکومت ړنګ شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، افغانستان د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون او د شکنجې ضد کنوانسیون په شمول د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو یو بنسټیز اړخ دی، خو د طالب چارواکو قوانین، تګلارې او کړنې په سیستماتیک ډول د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ له خوا د نړیوالې دوره یي څیړنې ۴۵ غونډه د راتلونکې ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۲۲ پیل او د فبرورۍ تر دوهمې پورې دوام وکړي.