منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییلو ته پر لاره دی

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

تمه ده چې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن اسراییل ته ورسېږي.

بلېنکن پرون د اسراییل په لور روان شو.

دی غواړي په دې ډول له اسراییل سره خپله خواخوږي څرګنده کړي او دا جوته کړي چې واشنګټن په روانه جګړه کې د اسراییل ترڅنګ دی.

بلېنکن له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا پر اسراییل د حماس د برید له امله لږ تر لږه دوه ویشت امریکایان وژل شوې دي او یو شمېر تري تم دي چې داسې باور کېږي چې حماس ډلې به برمته کړې وي.