طالبان: د تخار د یوه کان درې کارکوونکي وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولایت موقعیت

په تخار کې د طالبانو د حکومت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې نن چهارشنبه د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له کبله درې کارکوونکي وژل شوي دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ د عامه اړیکو امر عبدالمبین ساپي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پېښه د خواجه غار ولسوالۍ په هموار سای کلي کې شوې او په خبره یې قربانیان یې هم د همدې کلي اوسېدونکي دي.

د چارو کتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د کانونو کیندنه تر ډېره په غیرمسلکي ډول ترسره کېږي چې وخت ناوخت په کې ورته مرګونې پېښې رامنځته کېږي.