د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان خپله دویمه لوبه هم وبایلله

د افغانستان او هندوستان د نننۍ لوبې یو انځور

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله دویمه سیالي هند ته وبایلله.

افغانستان هند ته د ۲۷۳ منډو هدف ټاکلی و چې هند لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف په پنځه دېرشم اور کې پوره کړ.

افغان لوبډلمشر شهیدي مخکښ منډه جوړونکی و چې ۸۰ منډې یې وکړې.

دغه راز عظمت الله عمرزی په ۶۲ منډو وسوځېد.

د هند لپاره په توپ اچونه کې جسپریت بومرا ۴ او هاردیک پانډیا ۲ وېکټې واخیستې.

د هند په توپ وهونکو کې لوبډلمشر روهېت شرما ۱۳۱ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

په افغان توپ اچونکو کې راشدخان ښه لوبه وکړه او د هند لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول.