په اسراییل کې درې کاناډایان وژل شوي او درې نور ترې تم دي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په اسراییل کې درې کاناډایان وژل شوي او درې نور تري تم دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلني جولي نن په اوتاوا کې د خبرې غونډې پر مهال دا خبر ورکړ او ویې ویل چې دا کسان پر اسراییل د حماس د برید پر مهال وژل شوې دي او تري تم شوې دي.

د کاناډا څه باندې څلور زره اووه سوه کسان په اسراییل کې د اوسېدو دایمي اسناد لري.

د اسراییل پوځ وایي چې د شنبې له ورځې راهیسې چې حماس پر اسراییل برید کړی دی د دوی تر یوزر دوه سوه ډېر کسان د یوسل او پنځه پنځوس پوځیانو په ګډون وژل شوي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي چې تر یوزر پنځوس ډېر کسان وژل شوي او تر پنځه زره سل ډېر ټپیان شوي دي.