امریکا له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه وکړه

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر، منځ کې د امریکا د دفاع وزیر او چپ لور ته اوکراین چارواکی

د امریکا متحدایالتونو نن له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه وکړه.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن نن په بروکسل کې د امریکا په مشرۍ د اوکراین د دفاع تماس ډلې په غونډه کې وویل چې واشنګټن به د دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت له اوکراین سره پوځي مرستې وکړي.

اسټن وویل چې په دې مرستو کې به هوایي مدافع، توغندي او د توپچي مهمات شامل وي، همداراز به د ټانک ضد سیستم اوکرایني ځواکونو ته وسپاري.