پاپ د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو غوښتنه وکړه

د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسس

د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسس له نړیوالې ټولنې غوښتې چې له افغانانو سره تر زلزلې وروسته مرسته وکړي.

له واتیکان څخه په خپاره شوي راپور کې راغلې دي چې پاپ فرانسس نن په خپله وینا کې له زلزله ځپلو افغانانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې هغه کسان هم هیر نه کړي چې د زلزلې له امله بېځایه شوې دي.

د شنبې ورځې زلزلې د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې ډېر خلک زیانمن کړل. هلته نږدې ۲۰۰۰ تنه مړه شوي او له دوو زرو ډېر ټپیان شوي وو او تر خوا یې نږدې ۲۰۰۰ کورونه هم نړېدلي وو.
په همدې حال کې په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق وايي، په هرات کې د شویو زلزلو ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.