اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر اهدافو بمباري کړې

غزه کې د اسراییلي ځواکونو له لوري د ویجاړو شویو ودانیو پاتې شونې.

پر غزه نن هم د اسراییلي ځواکونو بمباري روانه ده او هلته یې د حماس ډلې اهداف په نښه کړي دي.

بل لور ته نن د اسراییل په جنوبي ښارونو کې د حماس د پنځه ورځې مخکېني برید له امله د نورو تلفاتو خبرونه خپاره شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند جانتان کانریکاس وویل، د اسراییلیانو تلفات یو زر دوه سوو ته رسېدلې چې اکثر یې ملکیان دي.

اسراییل د خپلو یوسل او نهه شپېته پوځیان د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

په غزه کې چارواکي وایي چې د اسراییلي ځواکونو د بمباریو له امله تر اوسه تر ۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.