د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغان لوبډلې د هند پر وړاندې توپوهنه پیل کړې

د هند کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ په نړیوال جام کې افغان لوبغاړو د هند په وړاندې بېټېنګ یا توپوهنه پیل کړې ده.

افغان لوبډلې تر اوسه ۴۲ منډې کړې او یوه وېکېټه یې له لاسه ورکړې ده.

تر اوسه هند یوه لوبه له استرالیا سره کړې او هغه یې ګټلې او افغانستان هم یوه لوبه له بنګله‌دېش سره کړې او هغه یې بایللې ده.

د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام د اکټوبر په پنځمه په هند کې پیل شو چې پایلوبه به یې د نومبر په نولسمه ترسره شي.